کابل والي: د کورونو او هټيو څښتنان دي له خلکو کرايې نه اخلي؛ د سرغړونې په صورت کې به قانون پرې پلی شي

روهي (پنځه نۍ/۴ د غوايي)، کابل والي محمدیعقوب حیدري کابل ښار کې د کرايي کورونو او هټيو له څښتنانو غوښتي دي، چې د قرنطين پر وخت دې له کرايه ورکوونکو مياشتنۍ کرايې نه اخلي. 

محمدیعقوب حیدري ويلي دي چې اوس مهال دغه مساله د يوې غوښتنې په ډول وړاندې کيږي خو که چېرې د کورونو او هټيو څښتانانو بيا هم له خلکو کرايې واخېستې نو قانوني چلند به ورسره وشي. 

والي محمدیعقوب حیدري ويلي دي چې اوسني وخت کې خلک په مالي ډول اغېزمن شوي دي، عوايد نه لري او په کار ده چې مياشتنۍ کرايې ورڅخه وانه خېستل شي.