ولسمشر غني طالبانو ته: د روژې مبارکې مياشتې درناوي په پار له تاوتريخوالي لاس واخلئ او اوربند وکړئ 

روهي (پنځه نۍ/۴ د غوايي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روژې مبارکې مياشتې په را رسېدو سره د مبارکۍ ويلو ترڅنګ له خلکو غوښتي دي چې دغه مياشت کې دې هم د عامې روغتيا وزارت روعتيايي لارښوونې په پام کې ونېسي. 

ولسمشر غني د پيغام په يوې بلې برخه کې پر طالبانو غږ کړی دی چې د افغان ولس او حکومت د سولې او اوربند غږ ته لبيک ووايي، له تاوتريخوالي لاس واخلي او يو سوله ييز ژوند دې غوره کړي. 

ولسمشر غني ويلي دي چې دغه مبارکه مياشتې کې به د اړو او بې وزله خلکو لاس نېوی وشي  او همدا ډول يې له خلکو غوښتي دي چې  د يتيمانو، کونډو، او معيبو کسانو سره مرستې وکړي.