له چينه د روغتيايي وسايلو دويم پيټی (بسته) کابل ته را ورسېد 

روهي (پنخه نۍ/۴ د غوايي)، افغان حکومت سره د کرونا ويروس د مبارزې په برخه کې د چين هېواد له خوا دويم پيتي يا محمولۀ نن ورځ کابل کې د عامې روغتيا وزارت ته تسليم شوه. 

دغه پټي کې تشخيصي کېټونه، ماسکونه، ساتونکي کېټونه، عینکې، د تبې مالومولو آلې، د ونتلاتور آلې، د اکسېجن  آلې پي سي آر او نور روغتيايي وسايل شامل دي. 

چين له دې وړاندې د تېرې وري مياشتي په نيمايي کې د روغتيايي وسايل لومړۍ بسته افغان حکومت ته سپارلې وه.