د افغانستان په اړه د ټرمپ او د قطر د امیر ټیلیفوني خبرې کړي

روهي(پنځه نۍ/۴ د وري)، د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئيس او د قطر امیر په دغې تیلیفوني اړیکه کې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو پر ارزښت هوکړه کړې ده.د رویټرز د راپور په اساس دواړو مشرانو د افغان حکومت او طالبانو له خوا د بندیانو د خوشې کولو پروسې پر دوام هم توافق کړی دی.
 
 
د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې له تړون وروسته دا لومړی ځل دی چې جمهور رئیس ټرمپ د قطر له امیر سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو او د بندیانو د خوشې کولو په تړاو خبرې کړي. ښاغلي غني دا وړاندیز په داسې حال کې کړی چې طالبانو د افغانستان په مختلفو سیمو کې خپل بریدونه زیات کړي او یوازې وړمه شپه په کندهار، سرپل او لوګر ولایتونو کې د دغې ډلې د برېدونو په نتیجه کې د افغان ځواکونو له۲۰ زیات منسوبین وژل شوي دي.
 
د ارګ د بیان له مخې ښاغلي غني ویلي: "د افغانستان حکومت له لوري د زندانیانو ازادول د دې لپاره دي چې د سولې پروسه تقویه شي او د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي