د ملګرو ملتونو نوې استازې دیبرا لیونز په کار پیل وکړ

روهي(پنځه نۍ/۴ د وري)، د یوناما نوې مشرې میرمن لوینز خپل کار پیل کړ، افغان حکومت د یوناما د نوې مشرې په توګه په افغانستان کې د میرمن لاینز د کار د پیل تود هرکلی کړی دی. د یوناما نوې مشرې په خپل ټوټیر کې د سولې، بشري حقونو، هوساینې او له افغانانو سره د همکاریو په برخو کې د ملاتړ غوښتنه کړې ده. یوناما په یوې اعلامیې کې د میرمن لوینز له قوله ویلي چې افغانستان د دوامداره جګړې او کروناویروس د خپریدو په څیر لویو ننګونو سره مخامخ دی، خو د سولې خبرو په څیر بې ساري فرصتونه هم لري چې د روښانه راتلونکې لپاره هیلې رامنځ ته کوي.
 
میرمن لاینز د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۶ کلونو په موده کې په افغانستان کې د کاناډا سفیره وه او د یوناما د نوې مشرې په توګه د ټاکل کېدو وړاندې یې په اسرائيلو کې د کاناډا د سفیرې په توګه کار کوه.
 
ډیبوره لاینز په داسې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د مشرې په توګه کار پیل کړی دی چې په دغه هېواد کې له کروناویروس سره د مبارزې او له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو هڅې روانې دي.