امريکا پرې پيسې بند کړې، خو چين د روغتيا نړيوال سازمان ته ۳۰ مېلېونه نور ډالر هم ورکوي 

روهي (پنځه نۍ/۴ د غوايي)، د چين حکومت ويلي دي چې د کوېډ-۱۹ وژونکي ويروس سره د مبارزې لپاره دغه هېواد روغتيا نړيوال سازمان سره دېرش مېلېونه امريکايي ډالرو مرسته کوي. 

چين دا اقدام وروسته له هغې کړی دی، چې ولسمشر ټرمپ د روغتيا نړيوال سازمان په خپلو چارو کې ناکام ياد کړ او مرستې يې پرې بند کړې. چين له دې ۳۰ مېلېونه ډالرو وړاندې هم د روغتيا نړيوال سازمان ته ۲۰  مېلېونه امريکايي ډالر ورکړي وو. 

د چين بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ رسنيو ته ويلي دي چې نړۍ کې وبا خپره ده او د چين خلک او حکومت ژمن دي چې په داسې يو وضعيت کې د ملګرو ملتونو اړوند نړيوالو سازمانانو مرسته او ملاتړ وکړي. 

په کلني ډول د امريکا متحدو ايالت د روغتيا نړيوال سازمان ستر مالي تمويلونکی هېواد دی چې له ۴۰۰ مېلېونه بيا تر ۵۰۰ مېلېونه امريکايي ډالر يې دغه سازمان ته ورکول او بيا  چين په کلني ډول  يوازې تر ۴۰ مېلېونه امريکايي ډالر د روغتيا نړيوال سازمان په واک کې ورکول.