پۀ راډیو کې د ثبتي خپرونو لارښوونې!

دا جوته او ښکاره خبره ده چې پۀ پرمختللي هېوادونو کې د راډیو قدر ډېر دی او د راډیو ویاند ته نور عام وګړي ډېر ارزښت او درناوی لري؛  دا ځکه چې راډیو هغه ارزښتناکه د پیغام لېږدونکې وسیله ده چې ویاند د جملو  سم اوډون او سمونې پر مهال د خپلې خپرونې لپاره داسې موضوع ټاکي چې ټولنیز اړخ یې قوي او د همغې منطقې / سیمې خلکو د غوښتنې سره سم اړخ ولګوي.

موضوع یې چې وټاکله بیا کوښښ کوي چې د خبرو هغه هنریت ته پام وکړي چې د اورېدونکو پۀ زړه پادشاهي کوي؛ پۀ هر حال نن مې وغوښتل چې د ثبتي (مخکې ریکارد او ایډیټ شوې) خپرونو پۀ هکله  ځینې لازمې لارښوونې لۀ تاسو سره شریکې کړم.

۱- مخکې مې هم وویل چې ثبتي خپرونې هغه خپرونې دي  چې مخکې ریکارډ او ايډیت شوي وي یعنې پۀ ژوندۍ بڼه نۀ خپرېږي، د ثبتي خپرونو کوربه ته لازمه ده چې تر هر څه د مخه د کلیمو تلفظ سم او پۀ خپل حالت ووایي لکه: هلک راغی دا جمله دې خپلو تورو سره تلفظ کوي؛ داسې دې نۀ وایي چې الک راغی.

پۀ ثبتي خپرونو کې هر توری پخپل حالت تلفظ کول د خپرونې ارزښت ډېروي او د هر توري پخپل ځای تلفظ کول د خپرونې هنریت ډېروي او همدا هنریت یوازینی لامل دی چې اورېدونکي تر پايه ستا اورېدونکي پاتې کېږي.

۲ - پۀ ثبتي خپرونو کې هغه ویاند ډېر بریالی دی چې هره جمله، کلیمه او توری بشپړ ادا کړي، فکر وکړئ چې د یوې دینې خپرونې کوربه یاست او نننۍ موضوع مو د حضرت محمد  مصطفی (ص) ژوند پېښې دي، که چېرې تاسو یوازې محمد ووایئ د خپرونې زړه راښکون به مو لږ وي او کۀ د محمد (ص) بشپړ نوم واخلئ؛ نو یو خو به مو د ویاندویۍ حق ادا کړی وي او بل به مو د اورېدونکو رضایت خپل شي.

۳  پۀ ثبتي خپرونه کې هغه لغاتونه تاسو ووایئ چې پۀ مانا یې پوهېږئ، کۀ کوم لغات مو لۀ چا اورېدلی وي او پۀ مانا یې نۀ پوهېږئ؛  نو مۀ یې کاروئ، کۀ کاروئ یې هم کوښښ وکړئ چې لومړی پۀ مانا یې پوه شئ بیا یې وکاروئ، لکه: د ګمارل او ټاکل کلیمې چې ډېری ویاندویان یې پۀ مانا د نۀ پوهېدو سربېره پۀ خپل ځای نۀ کاروي؛ ګمارل هغه وخت ویلی شو چې یو مامور د دولت د یو ریس لۀ لورې پۀ یو بست وګمارل شي (د یو کس پرېکړه ده/ د امتحان لۀ لورې بست ته بریالی کېږي).

ټاکل؛ هغه چې د ټولنې د ډېرو کسانو لۀ لورې یو ماموریت ته وټاکل شي چې ښۀ بېلګه یې د پارلمان وکیل ټاکل دي؛  دا ځکه چې د خلکو د رایو پۀ وسیله ټاکل شوی دی نو ځکه د ټاکل کلیمه ورته سمه او پرځای کارونه ده. 

۴- د کلیمو او لغاتونو زیر او بم ته پاملرنه ډېره اړینه ده، دا زیر او بم دی چې د لغاتونو مانا هم سموي او هم یې بدلوي، مثلآ د عربي د کُل او قُل  لغاتونه دي چې کُل خوړلو ته وایي او قل ویلو (خبرې کولو) ته وایي؛ یا د پښتو ژبې (تېر ) چې پخواني حالت ته وایي، لکه: تېر کال زۀ ډېر خوښ وم او بل ( تیر) دی چې د کوټې تیر ته وایي، پۀ ثبتي خپرونو کې د لغاتونو زیر او بم ته پاملرنه او پرځای ادا کول د خپرونې د ښکلا ترڅنګ د اورېدونکو د سم پوهاوي لپاره ډېرې اړینې او سمې لارښوونې دي.

۵- د ژبې پۀ څوکه د خبرو نۀ کول ډېره اهمه موضوع ده؛ ثبتي خپرونې ځکه مخکې لۀ وخت ثبتېږي، چې مخکې لۀ مخکې د چمتوالي او د غږ سم تلفظ لپاره، د ژبو څوکه پۀ ثبتي خپرونو کې د اورېدونکې نۀ پوهېدا ترڅنګ زړۀ تنګون هم خپرونې ته ډېرېږي، همدا لامل ګرځي چې ویاند خپل اورېدونکي نۀ پیدا کوي او یا یې لۀ لاسه ورکوي.

ویاند باید ډېر کوښښ وکړي چې د ژبې پۀ څوکه خبرې ونۀ کړي، بلکې خپل غږ پۀ رسا ډول وکاږي.

۶- تر ټولو مهمه ده چې د ثبتي خپرونې د وخت لۀ مطابق ډېر چمتوالی ونیول شي، مثلآ یو ساعت خپرونه ده نو اړ یاست چې لۀ یو ساعت ډېر چمتووالی ولرئ؛ ځکه چې د خپرونې د ثبت پرمهال کېدای شي ځینې مالومات د خپرونې پۀ لړ کې ستاسو خوښ نۀ شي/ حالاتو ته پۀ کتو د ویلو نۀ وي؛ پۀ دې لحاظ مالومات مو باید ډېر وي او د خپرونې د موضوع اړوند وي، کله چې تاسو د خپرونې لپاره موضوع ټاکئ نو تر ټولو اړینه خبر دا ده چې ستاسو راټول شوي مالومات باید د موضوع اړوند وي.