ولسمشر ټرمپ د امريکا بحري ځواکونو ته:  ايرانۍ کښتۍ په نښه او له منځه يوسئ 

روهي (پنځه نۍ/۴ د غوايي)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر د خپل هېواد سمندري ځواکونو ته لارښوونه کړې  چې تيری کوونکي ايرانۍ کښتۍ له منځه يوسي. 

ټرمپ په ټوېټر ليکلي دي، "ما د امريکا متحدو ايالتو بحري خواکونو ته لارښوونه وکړه، چې هر هغه ايرانۍ کښتي چې ورته مزاحمت کوي په نښه او له منځه يوسي."

د متحدو ايالتو ولسمشر دا امر وروسته له هغې کړی دی چې څو ورځې وړاندې د امريکا بحري پوځ فارس خليج کې د ايران کښتيو له خوا دوی ته د نېږدې ورتګ او مزاحمت خبر ورکړ. 

يادونه ده چې تېره ورځ ايران له څو مياشتو هڅو وروستو لومړی فضايي سپوږمکۍ هم وتوغوله چې امريکا يې پر وړاندې سخت مخالفت ښيي.