بل زندان



بوټان پښو کوم . دروازه پرانیزم چې ناببره مې په اوږه لاس کیږدې. مخ راواړوم . شاته ولاړه وی. لکه کوچنی ما شین چې له پرانیستې دروازې په خاپوړو وزي او یا  لکه بندی چې له زندانه په تیښته له کوم پټ سوری وځي له لاسه مې راونیسې او په زوز مې له پرانیستې دروازې د ځان په لورراټیل وهې:

ـ چبرې ځې .خیریت خو به وی.

لکه په غلا کې چې مې لاس په لاس ونیسې .سترګې مړي ونیسې خو موسکی شم:
ـ یو میاشت په کور کې بند یم . زړه مې خولې ته راغلی دی.

ـ د ښې ورځې خو چا نه یی تړلی خو جنګ دی؟ 
ـ دری سا عته دی چې جګړه دریدلې .ښار ته ځم هم سودا راوړم او هم له آزادۍ خوند اخلم.

کوچنۍ لور ته چې نوی په خاپوړوراغلی او په پښو کې دې رغوړي  او مشر زوی ته مو چې په غولي کې په لوبو بوخت دی مړاوې وروګوري. په سترګو کې دې اوښکې ډنډشي.
ـ خدای دې هغه سا عت نه کړي . که ته مړشې زه به دوی څنګه را لویوم .
لکه ژړا چې دې هیڅ اغیز راباندې ونه کړي:
ـ زه کله په جګړه کې وتلی یم ، ان په لنډه کرارۍ کې دې هم نه یم پریښي چې دباندې لاړشم.

پاس پوړ ته لاس ونیسم.

ـ پاس د ډګروال صاحب کور کې اورولګید ټول مرستې ته ورغله زه ورنغلم.
مخامخ ودانۍ ته وروګورم:

  مخامخ بلاک کې مې دورور غوندی ملګری شهید شو منع دی کړم.

اوبیا د لاندې پوړغمجنه پیښه دریاده کړم: 
 د لاندې کورجنازې ته د نورو بلاکونو خلک راغلل خو زه دې راوګرځولم. 
لکه اروا چې تښتیدلې وی آرامه ولاړه ېې. اوښکې دې په سترګو کې لاهم ډنډ ولاړې وې. په دې فکر کوې چې څنکه مې له دباندې وتلو راوګرځوې. ناببره دې ژړا ونیسي:

ـ نو ودې نه لیدل چې څنګه د جنازې په کاروان د توپ مرمۍ راولویده . که مې نه وای راګرځولای اوس به کونډه وای.

ژړا دېاغیز راباندې وکړ. کلکه په غیږ کې ونیسم . ښکل دې کړم . لاس دې په سترګو کیږدم :
ـ بس ژاړه مه نه ځم خو په کور کې هم هیڅ نه دی پا تې ته وا اجمل به په یوازې ځان دا ټوله سودا راوړي.

ژړه غوني راوګوري . په فکر کې ډوبه ولویږې.خوزر پخلنځای ته لاړه شي د اړینو خوړو جاج واخلي. بیرته راوګرځي:
ـ دوه درې ورځولپاره خواړه لرو.

ـ جګړه خدای ده کله دریږی . دری ورځې وروسته به څه کوو.

په سترګو کې بیرته اوښکې ډنډښي. لمن راته ونیسې:
ـ ته مه ځه دخدای روی وګوره .په هرشی پسې اجمل لیږه.
د اجمل ېې کورېې ودان له تا مې زیات هغه له کوره په نه وتلوټینګار کوي. سودا اود ودانۍ دباندی له تازه وتلی څا ه اوبه ټول پخپله راوړي. د ګاونډیانو د ټپیانو او مړوپوښتنه او پالنه هم دده په غاړه ده. خبره مې بده راباندې ولګیږي .له اجمل سره دورورۍ او نږدوالي احساس مې راوپاریږي :

ـ  ولې هغه له پولادو جوړ دې؟  ډبره ده ساه نه لري . که څه؟ که هغه ولګیږې:
ـ سوړ اوسیلی وباسی. رانږدې شي. په غاړه کې راولویږي . ژړا دې بیا ونیسي.
ـ خدای دې نه کړی. که ستا ورور دی زما هم دی . خو له هغه به څوک پاتې شي. تاسره خو درې نور تړلی دی.

او له دې سره په چیغو، چيغو وژاړي.
تاروښتیا ویل. اجمل له ما هم ډیردرباندې ګران وو. او له ما دې ډیرنازاوه . بیا دې کلکه په غیږکې ونیسم. لکه یو سرتیری چې د خپل قوماندان آمر پر ځای کوي ډاډ درکړم:

ـ بس سمه ده خو ګوره دا جګړه ده که وژاړو که وخاندو زموږ په فرمایش یی څوک نه دروی . ویر او اندیښنه ېې لار نه ده. غم  به په خوشالۍ بدرګه کوو. موږ ته مخامخ کور ته لاس ونیسم :

ـ ګوره څنګه ېې هغه ورځ د ډزوپه منځ کې دکوژدې محفل په ښکلو سندرو تود وسا ته .
ته راته وواېې:

خو له پلار او مورپرته ېې هیڅوک په کوژه کې نه وو:
ومې خندل:
ـ خویندې خو ېې وی څنګه ېې د مور سره یو ځای چمبه وهله او په لوړ آواز ېې سندرې ویلی.

ته له نازه موسکه شې: 
ـ  نو زړه دی دی چې زه هم چمبه راواخلم که څه !؟
په خندا او دمینې په ټول احساس درغبرګه کړم:
ـ ولې نه له دې هم بل ښه کار شته.
په نازاو نخرو مې ټیل وهې:
ـ ته لیونی شوی یی.

میرمن مې وخاندی او په غرور راته ووايي:
ـ نو که داسې مې نه وای کړی ته وا اوس به دلته په لندن کې وای؟ 
خاطره او یادېې د کنجکاوۍ حس راوپاروی: 

ـ دا ټول یادونه دې نن څنګه راته مخې ته کيښودل؟
وخاندم.

 ـ ځکه چې بیا دې په زندان کې اچولی یم او ټول مې لکه ماشوم څارۍ چې ونه تښتم.
له ځایه یو دم رااوچت شم . مخې ته ېې نیغ ودریږم.او په لوړ آواز ووایم:
ـ یوه میا شت نه پلی ګرځیدلی یم او نه مې لامبو وهلې ده. نوکه هلته جګړه وه اواولادونه کوچنیان وو.

نو اوس خونه جګړه شته او نه اولادونه کوچنیان دی.ما هسې هم خپل عمر خوړلی یوه ورځ به مرم.
په خندا ېې دا متل له غوږه تیر کړم:
ـ نه دی دی اوریدلي چې وایی چې دشپیتو شي نو دویشتو شي.
لکه کوچنی مې په تندی لاس راتیرکړي:
ـ لیونی کیږه مه کرونا له جګړې هم بده ده. که بل چا ته ده او کنه تا ته خو ډیره بده ده . هم ساه بندی لری او هم شوګر. 

خو زه پخپله خبره کلک ودریدم او دهغې نصیحت مې هما غسې با بیزه وګاڼه: 
ـ نو څه که ومرم، اوس خو یوازې نه ېې . اولادونه به دې له ما هم ښه سا تي.

په غاړه کې کلکه راولویده. له سترګو ېې اوښکو دارې وکړې. پخپل ټول زور ېې ځا نته رانږدې کړم. په مخ او تندی ېې څوڅو وارښکل کړم . په ژړه غونی آواز ېې وویل:

ـ  خدای دې هغه ساعت نه راباندې ګوري، داسې مه وایه ستا ځای هیڅوک نشي نیوی.

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
news
لڼډې کیسې

بل واده    

news
لڼډې کیسې

اوسني لیونیان ــ پروني لیونیان

Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ