د رمصان نه ورځ دوه مخکې د نفلي روژو نيولو حکم

د رمضان نه ورځ دوه مخکې د لاندې صورتونو پرته نفلي روژه نيول مکروه دي:
- څوک چې عادتا د دغې ورځو روژې نيسي لکه: دوشنبه، پنجشنبه؛ 
- څوک چې د نذر روژه نيسي؛
- څوک چې د تېر رمضان د روژو قضايي راوړي؛ 
- څوک چې د مخکنيو ورځو سره يوځاى د دغو ورځو روژه نيسي.

رسول صلى الله عليه وسلم فرمايي: "تاسې له رمضان څخه ورځ دوه مخکې روژه مه نيسئ، مګر يو سړى چې له مخکې يې(عادتا د دغو ورځو) روژه نيوله هغه دې ونيسي".
رواه البخاري (1914) ومسلم(1082).

شعبان مياشتې د وروستيو ورځو روژو نيولو صورتونه په لاندې ډول دي:
لومړى: د احتياط له امله د رمضان د مياشتې په نيت د دغې ورځو روژه نيول، لدې نه منع شوي.

دويم:  د نذر، تېر رمضان د قضايي راوړلو او د کفاري په نيت د دغې ورځو روژه نيول.. د جمهورو علماوو په نيزد روا دي.

درېيم: د مطلق نفلي روژو په نيت د دغې ورځو روژه نيول، دا مکروه دي مګر داچې دغې ورځې عادتا د يو سړي د روژې نيولو سره موافق شي، او يا د شعبان مياشتې د مخکې ورځو روژې يې نيولي وي او غواړي تر رمضان يې ورسوي.
لطائف المعارف(144) شرح النووي على مسلم (7/194).

د رمضان نه ورځ دوه مخکې د نفلي روژو نيولو نه د منع کېدو حکمت:
لومړى: له دې وېرې نه چې د رمضان په مياشت کې هغه ورځې ورﺯياتې نه شي چې  د رمضان څخه نوي، لکه د اهل کتابو په څېر چې پخپلو غوښتنو او نظرونو يې په روژو کې ﺯياتوالي وکړ.

دويم:  د نفلي او فرضي  روژو ترمنځ جلاوالى راوستل، ځکه د فرضو او نفلو د جنس ترمنځ فاصله راوستل روا دي لکه څرنګه چې نبي صلى الله عليه وسلم نفلي لمونځ سره د  فرضي لمونځ له يوځيوالي منع کړي ده ترڅو ترمنځ يې د خبرو او حرکت له لارې جلاوالي راشي.