ټوېټر او سلمان خان 

روهي (درې نۍ/۳ د غوايي)، سلمان خان د هندوستان فلمي صنعت بالېوډ سېنما مشهور فلمي لوبغاړی دی چې د هندوستان وراېخوا د نړۍ په بيا بيلو هېوادونو کې مينوال لري. سلمان خان لسګونه هندي فلمونو کې کار کړی، چې تېرې نام، کېک، ټايګر زنده هې او نور يې مشهور فلمونه دي. 

سلمان خان له فلمي نړۍ ور اېخوا د انټرنېټ نړۍ او ټولنيزو رسنيو کې هم مېلېونه مينوال لري. سلمان خان د هندوستان بالېوډ سېنما کې هغه لوبغاړی دی چې  د څارونکو يا فالورز شمېر يې ۴۰ مېلېونه کسلنو ته رسيږي.

سلمان خان له لومړي وزير نرېندرا مودي او امیتاب باچان وروسته درېيم هندی دی چې په ټوېټر تر ټولو ډېر څارونکي يا فالورز لري. لومړی وير نرېندرا مودي په ټوېټر څه د پاسه ۵۵ مېلېونه او امیتاب باچان ۴۱ نيم مېلېونه فالورز لري. 

له دې وړاندې د بالېوډ سېنما بل لوبغاړی شاه رخ خان د ۳۹،۹ مېلېونه فالورزو په لرلو له سلمان خان وړاندې وو.