د عبدالله عبدالله يو وياند: دوه ورځو کې  خپله طرحه ولسمشر ماڼۍ ته سپارو؛ دې طرحه کې څه دي؟ دلته يې ولولئ 

روهي (درې نۍ/۳ د غوايي)، طلوع نيوز د عبدالله عبدالله يو وياند د مالوماتو پر اساس ليکلي دي، چې د ثبات او همپالنې ټيم د خپل منځي مشورو وروسته د دوی طرحه وروستۍ کېدو ته نېږدې ده او تر دوه ورځو به يې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري. 

د عبدالله عبدالله دغه وياند ويلي دي چې په دې طرحه کې عبدالله عبدالله ته اجرائيوي صلاحيتونه ورکړل شوي دي، ټاکنې لغوه اعلانيږي او په پايله کې به يې يو ګډ - حکومت د مصلاحت پر بنسټ رامنځ ته شي. 

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې عبدالله عبدالله په خپلې طرحې کې د مصالحې عالي شورا مشري، کابينې کې پر پنځوس سلنه برخې او هغه ولايتونو کې چې ثبات او همپالنې ډلې ډېرې رايې په کې اخېستي دي، واليان او امنيه قومندانان به يې دوی ټاکي. 

تر اوسه په رسمي ډول هغه طرحه چې عبدالله عبدالله به يې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي، رسنيزه شوې او په رسمي ډول وړاندې شوې نه ده، خو د عبدالله عبدالله د ټيم له دننه د دوی د غوښتنو په اړه بيلا بيل مسايل رسنيز کيږي. 

داسې راپورنه هم ورکړل شوي دي، چې د ثبات او همپالنې ټيم کې صلاح الدين رباني او احمد ضيا مسعود د مصالحې عالي شورا  مشري او کابينه کې له ۵۰ سلنه ونډې سره مخالفت ښوودلی دی او ټېنګار يې د اجرائيوي او يا لومړي وزير څوکۍ رامنځ ته کېدل دي.