روهي )درې نۍ/۳ د غوايي)، د اسرائيلو تر واک لاندې لوېديځ فلسطين کې يو فلسطيني وګړي د چاړې په ګوزار يو اسرائيلی پوليس ټپی کړ او خپل ژوند يې د خپل هېواد د خپلواکۍ په لار کې قرباني کړ. د الجزيرې د مالوماتو پر اساس قهرېدلي فلسطيني وګړي د پوليسو د تلاشۍ پوسته کې اسرائيلی پوليس په اړه ووهلو او سخت يې ټپی کړ، خو اسرائيلي سرتيرو د خپلو ټوپک تودې خولې د نوړي پر لور کړې او هغه يې په ډزو ووژلو.
د فلسطين حکومت د پېښې تائید کړی او ويلي دي چې بريدګر ابراهیم هلسا نوميږي، ۲۳ کاله عمر لري، هغه کلي کې يې ژزوند کولو چېرته چې اوس مهال اسرائيلي پوليسو پوستې او چېک پويانټونه جوړ کړي دي.
د فلسطين ځايي رسنيو ولي دي چې ابراهیم هلسا وروسته له هغې پر اسرائيلي پوليسو په غوسه شو، چې کلی او کور يې د اسرئيلي پوځيانو له خوا ونېول شول او د هلسا پلار او مور هم د اسرائيلي ځواکونو له خوا د پوښتنو او ګروېګنو لپاره ونېل شول. پوليسو د ابراهیم هلسا جسد هم ځان سره ساتلی دی او تر اوسه يې د هغې کورنۍ او کلي ته نه دی سپارلی.
د فلسطين حکومت ويلي دي چې د کرونا ويروس په خپرېدو سره د اسرائیلو تر والکې لاندې لوېدېځه غاړه يا West Bank سيمه کې د سيمه ييزو خلکو له خوا پر اسرائيلي ځواکونو بريدونه په دې ډېر شوي دي، چې د اسرائيلو حکومت د سيمې خلک کورونو کې بند کړي او ډېری وخت يې پر کورونو چپې وهي.
الجزيرې خبرې رسنۍ له منځني ختيځ په يو بل خبر کې ليکلي دي، چې د نور البرغوثي په نوم يو بل فلسطينی وګړی هغه مهال د اسرائيلو په يو زندان کې ومړ، چې د سختو شکنجو او وهلو وروسته يې هوښ/هوش له لاسه ورکړ. اسرائيلي چارواکو هم د نور البرغوثي د مړينې پخلی کړی دی.
وروستي