ايران: له څو ځلې ناکامۍ وروسته مو بريالتېوب سره پوځي سپوږمکۍ وتوغوله 

روهي (درې نۍ/۳ د غوايي)، د ايران حکومت اعلان کړی چې له څو مياشتو پر له پسې ناکمۍ وروسته يې فشا ته خپله لومړۍ پوځي سپوږمکۍ په بريالېتوب سره اوغولې ده. 

د ايران حکومت له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې ويل شوي  دي، چې دغه سپوږمکۍ پوځي ده او دغه هېواد د اسلامي انقلاب پوځ له خوا فضا ته وېشتل شوې ده. 

د ايران حکومت په يوې خبرپاڼې کې ويل شوي دي، "د ایران د اسلامي جمهوریت لومړۍ سپوږمکۍ د اسلامي انقلابي ګارد قول اردو يا IRGC  لخوا په بریالیتوب سره مدار ته ورسیده. "

ايراني چارواکو ويلي دي چې د لومړي ځل لپاره د ايران فضايي ځواک لپاره دا يوه ستره لاس ته راوړنه ده او دوی به د خپل فضايي ځواک د لا غښتلتيا هڅې دوامدارې وساتي.