هېواد کې ټولې مثبتې پېښې ۱۱۴۳ ته ورسېدې، کابل له هرات وړاندې شو 

روهي (درې نۍ/۳ د غوايي)، د هېواد عامې روغتيا وزارت د مالوماتو پر اساس افغانستان کې په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ۱۱۴۳ تنو ته رسېدلی دی. تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۱ کسان په دې ويروس ککړ شوي دي. 

د ۵۱ تازه پېښو څخه يې ۲۸ کابل ولايت کې دي. پلازمېنه کابل کې ټول - ټال ۴۱۳ پېښې ثبت شوي دي او په دې سره کابل له هرات ولايت چې کرونا لومړۍ پېښې په کې ثبت شوې وې، وړاندې شو. 

عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مايار دا هم ويلي دي چې له کرونا ويروس څخه ۴۰ تنه مړ شوي او تر اوسه ۱۶۶ کسان له درملنې وروسته جوړ شوي دي.