ټولنيزې رسنۍ: طالبانو فارياب قيصار ولسوالۍ کې د نظام قيصاري کور سوځولی 

روهي (درې نۍ/۳ د غوايي)، يو شمېر رسنيو او ټولنيزې رسنۍ فېسبوک کې يو ځيني کسانو ليکلي چې طالبانو د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې د نظام الدين قيصاري کور ته اور ورکړی دی. 

د ناتائيد شوي مالوماتو پر اساس د نظام الدين قيصاري کور د فارياب ولايت قيصار ولسوالۍ په شمال لودېځ کې پروت دی چې اور ورته ورکړل شوی دی. 

دغه پېښه کې د نظام الدين قيصاري دوه وسله وال کسان وژل شوي او همدا ډول پنځه نور ساتونکي يې ټپيان شوي دي. 

تر اوسه طالبانو او د فارياب ولايتي ادارې د دغه پېښې په اړه څه نه دي ويلي.