قرنطین او لۀ رواني ناروغیو خلاصون لارې

کرونا داسې ناروغي ده چې ټولې نړۍ ته لویه سر دردي یې جوړه کړې ده، پۀ لکونو خلک یې مړه کړل او تر تولو هیښېنده خو دا چې ساري ده( د ناروغ کس نه روغ ته د پرنجي، پۀ لاس ستړي مشي، غېږ ورکولو، ان د ناروغ د د خوراک او څښکاک لۀ وسایلو انتقالېږي).
د ډېرو افغانانو پرېښاني دا ده چې پۀ کورونو کې یې زړه پۀ چاودن راغلی او یو ډول رواني ستونزو سره ښکېل شوي، چې د دې پۀ پار غواړم تاسو ته څو کرښې وړاندیزونه ولیکم.

۱- لومړی کوښښ وکړئ چې ځانته د ټولې ورځ مهاوېش (تقیسم اوقات) جوړ کړئ، مثلآ: د سهر لمانځۀ وروسته یو ساعت د قرانکریم تلاوت، د نیم ساعت لپاره پۀ کورونو کې د خپل وس مطابق ورزش وکړئ،چای مو پۀ مړۀ ګېډه وڅښئ او کوښښ وکړئ چې تازه مېوه وخورئ، کۀ شاګردان/ محصلین یاست، د خپل تولګي/ سمستر کتابونه راواخلئ او د یو ساعت لپاره یې پۀ ارام فکر سره مطالعه کړئ؛ بیا د یو ساعت لپاره د حوېلۍ ګلانو ته پاملرنه وکړئ (اوبه ورکړئ او لۀ شنې فضا یې خوند واخلئ)، پۀ کورونو کې لۀ ښځو سره مرسته وکړئ، بده نۀ ده او ستاسو رواني فشار کمېدو لپاره هم ښۀ ده چې ماشومانو ته د هغوی پۀ درسونو کې مرسته او لارښوونه وکړئ، د غرمې ډوډۍ لپاره هم تر ډېره کوښښ وکړئ چې تازه او ویټامین لرونکي خواړۀ، لکه: سابه، فاصلیه، ټینډې، ګازرې، توربانجان... او داسې نور وخورئ؛لۀ غرمې لمانځۀ وروسته کۀ د یو ساعت لپاره خوب هم کوئ بده به نۀ وي، پۀ مازدیګر کې د هوا ښکلا نۀ خوند واخلئ او ډېره هڅه وکړئ چې د غم او اندېښنې خبرې تر شاه پرېږدئ او د څۀ وخت لپاره لۀ کورنۍ سره داسې بڼډار وکړئ چې ټول وخاندي.
 
۲- کرونا جدي ناروغۍ ده، تاسو ځانساتنه وکړئ، لاسونه مو پۀ بار- بار پرېمینځي، پۀ ګڼه ګوڼو سیمو کې مۀ ګرځئ، ان دا چې د روغتیا وزارت ټولې لارښوونې پۀ غور واورئ او پلې کړئ؛ خو دومره یې اندېښنه مۀ کوئ چې خدای مۀ کړه د یوې ناروغۍ د خلاصون لۀ غمه پۀ ډېرو رواني ناروغیو اخته شئ، داسې فکر وکړئ چې هېڅ کومه ناروغي نشته او دا څو ورځې پۀ کور پاتې کېدل د کورنیو غړو سره پۀ خوښۍ د دې ورځو تېرول دي او بس.

۲ کله- کله خپل د خوښې فلمونه، سندرې او سریالونه پۀ دې خاطر وګورئ چې فکر مو ارام او خوښ شي، کۀ چېرې د کرونا تر څنګ د دې غم درسره وي چې زما اقتصاد ته به ضربه ورسېږي او اقتصاد به مې ټیټ شي؛ نو د دې خبرو هېڅ غم مۀ کوئ، ځکه چې خدای روضي رسان دی او د ولږې مړینه نشته دی.

۳- د خپلې موخنې (د مکتب/ د پوهنتون د کتابونو) مطالعې سربېره ځینې وخت ازاده مطالعه هم وکړئ، لکه د ټوکي، طنزي، داستاني او د کمیډي کتابونه مطالعه چې دا ډول مطالعه ستاسو مغز اراموي او هغه کوم فشار چې تاسو لرئ، ترې خلاص به شئ او یو څو دقیقې/ ساعتونو به مو پۀ خندا تېر شي او لۀ بلې خوا به مو داسې ګټه کړې وي چې یو څو نوي لغاتونو سره به مخ شئ او زده به مو شي.

۴ - پۀ مغزو بوج مۀ راولئ، پۀ دې ورځو کې به مو خامخا زړه لږ تنګ وي، زر به په قهرېږئ،خو کوښښ به مو دا وي چې نوي غمونه به ځان ته نۀ پیدا کوئ او زاړۀ غمونه به بیا نۀ راتازه کوئ، یعنې ډېری کورنۍ شته چې پۀ دې ورځو کې د پخوانیو مړو کسانو عکسونه را اخلي او بیا ورته ټول ژاړي چې دا خپله ستاسو د کمزوري او ناتوانایي لامل ګرځي، چې لۀ یوې خوا مو پۀ مغزو بوج ډېرېږي او لۀ بلې خوا پۀ کور کې به مو د ژوند کولو هیله او امید لۀ منځه لاړ شي.

۵- پۀ کور کې لۀ ښځو سره جنګ مۀ کوئ او لۀ هرې وړې خبرې د کورني ژوند لپاره سرطان مۀ جوړوئ، لۀ ښځو سره ښۀ او نېک چلند وکړئ، بیا هم وایم چې هغوی سره مرسته وکړئ، دا ځکه چې کله پۀ یو کور کې جنګ او تاوتریخوالی وي؛ نو د کور ټول وګړي غمجن وي، پۀ مغزو یې لکه غر فشار وي،لۀ ژوندانۀ یې زړونه تور وي او خدای مۀ کړه د غوسې پۀ حالت کې هر څۀ پۀ ځان کولی شي؛ نو څۀ جبر چې پۀ نۀ خبرو دومره سترو ننګونو تۀ تکیه ورکړو او همدا راز ټولې ښځې هم باید د ځانونو او نرینه وو پوره- پوره خیال وساتي.