نړۍ کې په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر له ۲،۵ مېلېونه او مړو شمېر ۱۹۰ زره پورته شو 

روهي (درې نۍ/۳ د غوايي)، د جان هاپکنيز پوهنتون د نن ورځې وروستيو شمېرو پر اساس ګرده نړۍ کې په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر دوه مېلېونه او ۵۶۲ زره تنه او د مړو شېر يو لک او ۹۰ زرو ته رسېدلی دی. 

د ککړو کسانو او مړو شمېر د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله امريکا کې لوړ دی. امريکا کې تر اته لک ۲۵ زره کسان په کوېډ-۱۹ ککړ دي او ۴۵ زره کسان ژوند له لاسه ورکړی دی. 

روغتيا نړيوال سازمان او ملګرو ملتونو د کوېډ-۱۹ د چټک خپرېدو په اړه اندېښنه ښوودلې او د نړۍ له وګړيو او حکومتونو يې د يووالي او شريکې مبارزې غوښتنه کړې.