له عبدالله عبدالله سره يې مخالفت ښوودلی؛ يونس قانوني غواړي د مصالحې شورا مشر شي 

روهي (دوه نۍ/۲ د غوايي)، د ثبات او همپالنې ټيم دننه يو شمېر سرچينو د نوم د نه ښوودلو په شرط رسنيو ته ويلي دي چې دغه ډلې خپله طرحه ولسمشر غني ته سپارلې ده او ويل کيږي چې ولسمشر غني هم ور سره هوکړې ته رسېدلی دی. (په دې اړه رسمي تائيد نه دی وړاندې شوی.)

په ورته وخت کې  سرچينې وايي چې د حامدکرزي په واکمنۍ کې د ولسمشرۍ لومړی مرستيال محمد يونس قانوني د مصالحې عالي شورا د مشرۍ غوښتونکی دی، او عبدالله عبدالله ته د دغه شورا سپارلو سره يې مخالفت ښوودلی دی. 

له يونس قانوني وراېخوا په خپله د ثبات او هپمالنې ټيم دننه، احمد ضيا مسعود او صلاح الدين رباني د عبدالله عبدالله، محمد محقق، انور الحق احدي، حاجي دين محمد او يو شمېر نورو مخکښو غړو سره د نظر اختلاف لري. 

صلاح الدين رباني او احمد ضيا مسعود د مصالحې عالي شورا مشرتوب، کابينه کې د ۵۰ سلنه ونډې او يو شمېر نورو امتيازونو پر ځای د ټاکنو پايلو لغوه کېدل او د لومړي وزير څوکۍ، په رامنځ ته کېدو ټېنګار کوي.