
روهي (دوه نۍ/۲ د غوايي)، د سويلي او مرکزي اسيا لپاره د امريکا متحدو ايالتو ادارې ويلي دي، چې د کرونا ويروس سره د مبارزې برخه کې به افغانانو سره ۱۸ مېلېونه امريکايي ډالر مرسته وکړي.
دغه ادارې په ټوېټر ليکلي دي، "کوېډ-۱۹ د افغانستان ثبات لپاره يو جدي ګواښ دی. په همدې اساس د امريکا متحد ايالت دغه هېواد سره ۱۸ مېلېونه امريکايي ډالر مرسته کوي.
دغه مرسته د روغتيايي وسايلو، ټېسټونو او په لويه کې د کوېډ-۱۹ ناروغانو د درملنې او دغه جدي ويروس د مخنيوي لپاره ولګول شي."
له دې وړاندې نړيوال بانک د سلو مېلېونه امريکايي ډالرو مرستې څخه شل مېلېونه ډالر افغان حکومت ته وسپارل.