د چک جمهوررئيس، ولسمشر غني ته د بيا ځلې ولسمشر کېدو مبارکي ورکړې 



روهي (دوه نۍ/۲ د وري)، د چک جمهوريت ولسمشر میلوش زمان،  افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته په ټاکنو کې د بيا ځلې ولسمشر کېدو مبارکي ويلي ده. 

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "د مبارکۍ په دغه پیغام کې د چک جمهوررئیس د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس په توګه د محمداشرف غني د بیا انتخابېدو په مناسبت د افغانستان دولت او شریفو خلکو ته د خپلو صمیمانه مبارکیو مراتب څرګند کړي دي.

ښاغلي زمان همدارنګه په دغه پيغام کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو لازیاتې پراختیا ته په اشارې لیکلي: ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه یم چې افغانستان به ستاسو په رهبري سولې او ثبات ته ورسېږي."

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ