هرات کې د کرونا ويروس مړو لپاره د هديرې جوړېدو چارې روانې دي 

روهي (دوه نۍ/۲ د غوايي)، د هرات ښاروالي وايي له ښار کابو  ۵۲ کېلو متره لېرې د هغه کسانو لپاره هديره جوړوي چې د کرونا ويروس له امله مړه کيږي. 

هرات ښاروال غلام حضرت مشفق رسنيو ته ويلي دي چې هرات کې اووه کسان کرونا ويروس له امله مړه شوي، چې يوازې يې دوه تنه يې د دوی له خوا دفن شوي دي. 

له دې وړاندې هرات والي وحيد قتالي هراتيانو ته خبرداری ورکړی وو، چې که چېرې کرونا جدي ونه نېول شي، نو حکومت به د خلکو په دفن کولو پسې ونه رسيږي.