کرونا په وړاندې ﺯمونږ شرعي مسٶوليت

۱- په تقدیر ایمان لرل او د الله تعالی هرې پریکړې او فصیلې ته په بشپړه توګه تسلیمدل، په الله تعالی باور، اعتماد او توکل کول او دا عقیده لرل چې د الله تعالی هېڅ یوه کړنه له حکمت څخه خالي نه ده، دا کوچني وائرس چې الله تعالی پیدا کړي پدې کې به هم زمونږ لپاره د خیر اراده وي.

۲- یوازې الله تعالی ته پناه وړل، هغه ته تضرع، عاجزي او انابت کول، او دا عقیده لرل چې یوازې الله تعالی د مصیبت راوستونکی او لیري کوونکی دی.

۳- د الله تعالی پرېکړه په صبر سره منل، له زغم او حوصلې کار اخستل، په الله تعالی نیک ګمان کول، له بد ګمانۍ، شکایت افسوس او بدپالۍ او له هغه خبرو  ځان ساتل چې الله تعالی د نارضایت سبب ګرځي، کله چې یوچاته ته په نفس مال او اولاد کې تکلیف او مصیبت ورسي په هغه دې صبر وکړي او الله تعالی نه دې د ثواب او اجر امید وساتي.

۴-  دعا ته مخه کول، ځکه دعا د مؤمن اسلحه  او ستر عبادت دی، د مصیبت په مخنیوي او لیري کولو کې ګټور اغیز لري.

۵- د الله تعالی ‍ﺫکر کول، د هغه حمد او ثنا ویل، ذکر د بنده پرمخ د هر خیر دروازه پرانېزې لکه څرنګه چې غفلت او د الله تعالى نه اعراض د هر شر دروازه پرانېزې.

۶-  په رښتنې سره توبه ویستل او الله تعالی نه د خپلو ټولو ګناهونو بښنه غوښتل، ځکه ګناهونه مصیبتونو او عذاب د راتلو سبب ګرځي او په توبه او استغفار سره له منځه ځي، توبه او استغفار په مال او صحت کې د برکت سبب ګرځي.

۷- د الله په نعمتونو کې سوچ او فکر کول، الله تعالی له خپل بنده نه یو نعمت ندی اخستى مګر بل یې ورکړی، مصیبتونه لږ او په شمېر دي خو د الله نعمتونو بې شماره دي.

۸-  لمونځ ته مخه کول، تقوی او پرهیزګاري خپلول،  په عبادت کې زیار او کوشش کول، الله تعالی د اوامرو خیال ساتل او له نواهیو نه یې ځان ساتل،ځکه الله تعالی د حکمونو حفاظت په دنیا او اخرت کې بنده لپاره  دالله تعالی له لورې د خوندیتوب او ساتنې سبب ګرځي.

۹- د خلکو ترمنځ خیر، نیک پالي او امید خپرول، د وېرې، تشویش او ناسمو معلوماتو له خپرولو ډډه کول.

۱۰- په الله تعالی د توکل کولو ترڅنک ټول مادي او  حسي اسباب استعمالول چې د مرض او مصیبت په مخنیوی او لیري کولو ګټور وي ، احتیاطي او وقایي تدابېر نیول، د مسؤولو جهتونو لارښوونې عملي کول.

11- عامه مصلحت ته په شخصي ګټو لومړيتوب ورکول، له ټولو هغو کړنو ځان ته چې نورو ته د ﺯيان او ضرر سبب ګرځي.