د دايکندي امنيه قومندان د سړک غاړې ماين چاودنه کې ټپي شو 

روهي (دوه نۍ/۲ د غوايي)، د دايکندي ولايت امنيه قومندان غلام سخي غفوري نن ورځ د دغه ولايت په پاتوي ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې ټپي شوی دی. 

ولايتي ادارې د پېښې د تائيد ترڅنګ ويلي دي، چې پېښه نن رامنځ ته شوې، امنيه قومندان غلام سخي غفوري ټپي او دوه ساتونکي يې وژل شوي دي. 

د دايکندي والي امريکا غږ ته ويلي، "بدبختانه د قوماندان صاحب موټر په پاتوي ولسوالۍ کې د مخالفینو پر ماین برابر شوی، دوه پولیس وژل شوي او د قوماندان صاحب په ګډون درې پولیس ټپیان شوي دي."