د خوست د والي پر موټریز کاروان د سړک غاړې ماین چاودنه شوې

روهي (دوه نۍ/۲ د غوايي)، د خوست د والي ویاند تایید کړې، چې دغه چاودنه نن سهار د خوست ښار په لویدیځه برخه کې شوې، خو والي ته زیان نه دی اوښتی.

هغه وایي په دغه چاودنه د خوست د والي دوه ساتونکي او شپږ ملیکان چې په سیمه کې وو ټپیان شوي دي دي.

د دې چاودنې مسوولیت تر دا مهاله کوم چا پر غاړه نه دی اخېستی.