سرچينې: عبدالله عبدالله په واک کې د ګډېدو طرحه ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارلې 

روهي (دوه نۍ/۲ د غوايي)، عبدالله عبدالله ته نېږدې سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې ثبات او همپالنې ډله هغه تګلار يا طرحه چې په واک کې د شريکېدو په پار ده ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارل شوې ده. 

دغه طرحه کې ثبات او همپالنې ډلې د مصالحې عالي شورا مشرتوب، کابينه کې له ۴۰ بيا ۵۰ سلنه ونډه او همدا ډول د يو شمېر ولايتونو د واليانو ټاکلو کې د واک غوښتنه کړې. 

په خپله عبدالله عبدالله، انورالحق احدي، محمد محقق، حاجي دين محمد او يو شمېر نور د ثبات او همپالنې ډلې غړي د دغه طرحې ملاتړ دي، خو بيا صلاح الدين رباني او احمد ضيا مسعود يې مخالفت کړی دی. 

له ولسمشرۍ ماڼۍ کې هم يو شمېر سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب او د ملي امنيت پخوانی رئيس محمد معصوم ستانکزی د حکومت په استازېتوب د عبدالله عبدالله ډلې سره خبرې کوي. 

تر اوسه مالومه نه ده چې ولسمشر غني به دغه طرحه ومني او کنه.