ولسمشر اردوغان ترکيه کې څلور ورځنی ګرځبنديز اعلان کړ 

روهي (دوه نۍ/۲ د غوايي)، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د دغه هېواد په ۳۱ سترو ښارونو کې څلور ورځنی ګرځبنديز اعلان کړی دی. د ترکيې حکومت پرون دغه پرېکړه کړې. 

دغه ګرځبديز څلور ورځنی دی چې د همدې اپريل مياشت پر ۲۳، ۲۴، ۲۵، او ۲۶ نېټو به پيل شي. حکومت وايي چې هڅه کوي ترڅو دغه هېواد د کرونا ويروس د لا خپرېدو مخه ونېسي. 

له دې وړاندې د حکومت يو شمېر ادارو ولسمشر اردوغان  ته د ګرځبنديز وړانديز کړی وو، خو د نوموړي له خوا رد شوی وو.