د بالېوډ سېنما يو مسلمان لوبغاړي ټوېټ په اړه هندوستان کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ تازه ناندرۍ 

روهي (يوه نۍ/۱ د غوايي)، له تېرو څو ورځو هندوستان کې، ټولنيزو رسنيو د دغه هېواد بالېوډ سېنما لوبغاړي جواد جعفري ته اړوند يو ټوېټ ناندرۍ او غبرګونونه راپورته کړي دي. 

دغه ټوېټ چې جواد جعفري پوري اړوند بلل کيږي، په کې لېکل شوي دي، "يو څو هندو مشتريان له مسلمانانو ميوې او سبزې په دې پار نه اخلي چې په کرونا ککړو مسلمانانو لاړې پرې وهلي ترڅو هندوان په دې مرض اخته کړي. هندوان تعصب خپروي او ولې هندوان دومره معتصبه دي؟"

د دغه ټوېټ په  اړهجواد جعفري ويلي دي چې ده هېڅ داسې کوم ټوېټ نه دی کړی او دغه په هندي ژبه لېکل شوی ټوېټ جعلي او جوړ شوی دی. نوموړي له خلکو غوښتنه کړې ده چې لومړی بايد حقيقت پيدا او بيا غبرګون وښيي. 

هندوستان کې د ټولنيزو رسنيو پلټونکو ډلو هم دا موندلې ده چې جواد جعفري داسې کوم څه په ټوېټر نه دي ليکلي، بلکې په جعلي ډول د ده په نوم جوړ شوي او رسنيز شوي دي. 

جواد جعفري ويلي دي چې دغه قضيه بايد جدي وڅېړل شي او د هندوستان له حکومت يې غوښتي دي، چې جعل کوونکي پيدا او ورته سزا ورکړي. 

هندوستان ته د کرونا ويروس په رسېدو سره دغه هېواد  کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ مذهبي درز زيات شوی او يو شمېر هندوان دغه هېواد ته د کرونا ويروس اصلي راوړونکي مسلمان تبليغ کوونکي بولي. 

ځيني تعصب ته لمن وهونکي هندوان دا هم وايي چې مسلمانان په سبزيو او ميو لاړې غورځوي او ککړ لاسونه پرې وهي، ترڅو له دې لارې هندوان په کوېډ-۱۹ اخته کړي.