ثبات او همپالنې ټيم کې درز: عبدالله، احدي، محقق ... د مصالحې شورا مشري او ۵۰ سلنه ونډه مني، خو صلاا الدين او احمد ضيا مسعود مخالف دي 

روهي (يوه نۍ/۱ د غواي)، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هپمالنې ټيم له دننه يو شمېر سرچينو بي بي سي ته ويلي دي، چې ولسمشرۍ ماڼۍ سره د هوکړې پر سر د دغه ډلې د مخکښو غړو ترمنځ د نظر اختلاف او درز را پيدا شوی دی. 

ډاکټر عبدالله عبدالله، انور الحق احدي، محمد محقق، حاجي دين محمد او يو شمېر نور د حکومت په کابينه او واليانو کې ۵۰ سلنه ونډه، د مصالحې عالي شورا مشرۍ سره هوکړه لري خو  بيا صلاح الدين رباني، احمد ضيا مسعود او يو شمېر نور  له دغه نظر سره مخالفت لري. 

صلاح الدين رباني، احمد ضيا مسعود او همفکره يې د ټاکنو پايلو په لغوه کېدو، د اجرائيه رياست او يا هم د اجرائيوي لومړي وزير څوکۍ په رامنځ ته کواو ټېنګار کوي. 

بي بي سي ته يادو سرچينو ويلي دي، چې عبدالله عبدالله به د مصالحې د عالي شورا د مشرۍ تر څنګ، د کابینې او ملي امنیت شورا غړیتوب هم لري.

او همدا ډول به د نوموړي  مرستیالان به د مصالحې عالي شورا د ځانګړو استازو په توګه د کابینې غړي هم وي. دا هم ويل شوي دي، چې د مصالحې عالي شورا دفتر به د سپېدار ماڼۍ کې وي چې وړاندې د ښاغلي عبدالله کار ځای و.

د نظر د اختلاف پر بنسټ دغه طرحه تر اوسه وروستۍ شوې نه ده او ولسمشرۍ ماڼۍ ته يې نه ده سپارلې.