
روهي (يوه نۍ/۱ د غوايي)، د پاکستان لومړي وزير عمران خان د هندوستان د لومړي وزير نرېندرا مودي پر کړنو او حکومت نېوکې کړې دي. عمران خان ويلي چې د هند حکومت هلته د لږکيو مسلمانانو پر وړاندې ظلم کوي.
عمران خان وايي چې د مسلمانانو پر وړاندې د نرېندرا مودي په مشرۍ د هند حکومت چلند، ۲۰مه پېړۍ کې د اودلف هټلر په مشرۍ جرمني نازيانو ته ورته والی لري، چې هلته د لږکيو يهودانو او نورو پر وړاندې يې درلود.
پر ټولنيزو رسنيو هم هغه ويډيوګانې خپريږي چې د هندوستان پوليس هغه مسلمانان چې د کرونا ويروس د قرنطين په موده کې جوماتونو ته ځي سخت وهي او زندان ته يې اچوي.