کرونا ويروس چې د روغتيا نړيوال سازمان له خوا کوېډ-۱۹ ونومول شو د ۲۰۱۹ په وروستۍ مياشت کې له چين خپور شو او او سمهال د نړۍ ۱۸۵ هېوادونو ته رسېدلی دی. دغه ويروس په نړۍ واله کچه دوه مېلېونه او څلور سوه کسان نېولي دي. کوېډ -۱۹ نړۍ کې له يو نيم لک د ډېرو کسانو ژوند اخېستی دی.
سويلي اسيا کې هندوستان چې د وګړو له شل سلنه ډېره برخه يې مسلمانان دي، هم په دې وژونکي ويروس اخته شوی دی. هندوستان له پاکستان سره پر کشمير اوويا کلنه شخړه لري او د پاکستان او هندوستان ترمنځ سياسي کړکېچ لامل شوی دی، چې هند کې شته مسلمانان بد وضعيت ولري. د هند او پاکستان له اړيکو او کړکېچ وراېخوا؛ د هند او سيمې په تاريخ کې د مسلمانانو، هندوانو او سېکانو ترمنځ تېرې نښتې، جګړې او ناندرۍ لامل شوې دي، چې تر نن هم د مسلمانانو، هندوانو او سېکانو ترمنځ د نفرت احساس ژوندی پاتې شي.
د کرونا ويروس په خپرېدو به مو ټولنيزو رسنيو کې لېدلي وي، چې د هند ښځينه او نارينه پوليس هغه مسلمانان چې د لمونځ لپاره جوماتونو ته ځي؛ وهي - ډبوي او زندان ته يې اچوي. د هندوستان په رسنيو او ځانګړي ډول ټولنيزو رسنيو له مسلمانانو د کرکې روحيه شتون لري چې هندوستان او يا په لويه کې انګلېسي کې ورته Islamophobia يانې له اسلام کرکه او نفرت وايي.
د هندوستان حکومت په غېر مستقيم ډول او د هند ډېری وګړي په مستقيم ډول وايي چې هندوستان کې کرونا ويروس د هغه مسلمانو دعوت کوونکو يا تبليغيانو له خوا هند ته راوړل شوی، چې له هند بهر تللي او بېرته دغه هېواد ته راستانه شول. هغه کسان چې دا ډول تور پوري کوي د کرونا ويروس لامل مسلمان تبيلغ کوونکي يادوي او پړه يې د مسلمانانو په اوږو اچوي، خو نرموالی يې دومره دی چې دغه کار قضدي نه يادوي.
له پورته ډله وراېخوا، يو شمېر عامې او سياسي هندو کړۍ وايي چې مسلمانانو په قضدي ډول هندوستان ته کرونا ويروس راوړ، اوس هڅه کوي چې هندوان او د نورو دينونو پيرو په دې ويروس اخته کړي. دغه اسلام ضد ډلې دا هم وايي، چې مسلمانان په ميو، سبزيو او نورو خوراکي توکو خپلې لاړې، په کرونا ککړو لاسونه ... وهي، ترڅو له دې لارې غېر مسلمانان په کرونا کړي. ځيني هندو مذهبه کرونا ويروس ته (کروناجهاد) وايي، مانا دا چې مسلمانان له دې لارې د غېر مسلمانانو پر وړاندې جهاد پيل کړی دی.
هند کې مسلمانانو ته د دغه هېواد وګړو نه بلکې بهرنيانانو په سترګه کتل، د حکومت له خوا د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې احساس خپارول، د تابيعت په قانون کې مسلمان شاته غورځول او اوس د کرونا ويروس پړه پر دوی اچول درې عمده لاملونه لري.
۱- تېرې دښمنۍ: هندوستان کې يو شمېر سخت دريځه هندو مذهبه د پيړيو ترې دښمنۍ لا نن هم له مسلمانانو سره تازه ساتې او د غچ په لټه کې دي.
۲- د پاکستان بې ځايه لاس وهنې: د پاکستان هېواد د خپلو سياسي موخو لپاره له هندي مسلمانانو ناوړه ګټه اخلي او ملاتړ يې کوي. د پاکستان دغه چاره د اسلام يا مسلمانانو سره د همدردۍ، مينې او خواخوږي په پار نه بلکې د پاکستان د ملي ګټو په پار تر سره کيږي. له ځيني هندي مسلملنانو سره د پاکستان ناسمې اړيکې سبب شوې دي، چې هندوستان کې هندي هندوانو او هندي مسلمانانو ترمنځ بې باوري، کرکه او نفرت پيدا شي.
۳- د هندي مسلمانانو چوپتيا: هندي مسلمانان د هندوستان د ټول نفوس له ۲۰ سلنه ډېره برخه جوړوي چې دا شمېر تر درې سوه مېلېونه کسانو رسيږي. هلته هندي مسلمانان په سوله ييز ډول د خپلو حقونو د تر لاسه کولو منظم يون، حرکت او غورځنګ نه لري. دوی بايد لومړی له پاکستان سره له هر ډول اړيکو او خواخوږۍ ځانونه خپلواکه کړي او بيا هلته هند کې د نړۍ د نورو هېوادونو لږکيو وګړو په ډول خپل هويت څرګند او انساني ژوند تر لاسه کړي.
وروستي