کابل کې د شینوزاده روغتون مشر کرونا ويروس له امله ومړ 



روهي (يوه نۍ/۱ د غوايي)، د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مايار نن ورځ کابل کې يوې خبرې ناستې ته تائيد کړه چې د شینوزاده روغتون رئيس عظيم تره خېل  د کرونا ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ، نوموړي په دې اړه نور مالومات نه دي ورکړي خو ياده پېښه يې تائيد کړې ده. 

وحيد مايار په ټول هېواد کې د کرونا ويروس له امله د مړه شوي کسانو شمېر ۳۶ ښوودلی دی او ويلي دي چې ۱۳۵ کسان له درملنې وروسته رغېدلي دي. 

له دې وړاندې افغانستان کې يو شمېر نور ډاکټران هم د کرونا ويروس له امله مړه شوي وو. افغانستان کې د کرونا ويروس د ټولو مثبتو پېښو ۱۰۲۴ ته ورسېد. 

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ