امريکا کې د کرونا ويروس د مړو شمېر ۴۰ زره ته ورسېد 

روهي (يوه نۍ/۳۱ د وري)، تر تيرې ورځې امريکا متحدو ايالتو کې د کوېډ-۱۹ څخه د مړو شمېر له ۴۰ زره پورته شوو چې ډېر په نيويارک ايالت کې دي. يوازې تېرو ۴ ورځو کې لس زره کسان امريکا مړه شوي. 

همدا ډول ۷۵۹ زره کسان په کرونا ويروس ککړ دي. متحد ايالت د نړۍ هغه هېواد شو چې کوېډ -۱۹ د مړو او ککړو کسانو شمېر د نړۍ له بل هر هېواد په کې لوړې دي. 

نړۍ کې بيا له کرونا ويروس ۱۶۶ زره کسان مړه شوي چې له نيمايي ډېر يې امريکا او اروپا کې دي. نړۍ کې  په کوېډ-۱۹ د اخته کسانو شمېر دوه مېلېونه او ۴ سوه زر کسانو ته ورسېد.