د عامې روغتيا وزارت د مالوماتو پر بنسټ هېواد کې تر نن ورځې (غوايي-۱) د کرونا ويروس وروستۍ شمېرې 

روهي (يوه نۍ/۱ د غوايي)، د هېواد د عامې روغتيا وزارت د وياند وحيد مايار د مالوماتو پر اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېواد کې ۳۰ تازه د کرونا ويروس پېښې ثبت شوې دي، چې په دې سره ټول - ټال شمېر ۱۰۲۴ ته ورسېد. 

د عامې روغتيا وزارت ورکړل شوي مالوماتو کې ويل شوي دي، چې په دېرش تازه پېښو کې ۱۵ کابل، ۶ هرات، څلور - څلور لغمان او کونړ او يوه په ننګرهار ولايت کې ده. 

همدا ډول تر اوسه ټول - ټال ۳۶ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي او ۱۳۵ له درملنې وروسته جوړ شوي دي.