د روغتيا نړيوال سازمان د (واټس آپ) ګروپ چې د مېسېج په لېږولو د کرونا تازه مالومات درته لېږلي؛ له دغه ګروپ ګټه اخېستل دلته ولولئ 

روهي (يوه نۍ/۱ د غوايي)، د روغتيا نړيوال سازمان د نړۍ په اوو نړيوالو ژبو د واټس آپ ګروپ جوړ کړی دی چې د يو مېسېج په استولو يې د کرونا ويروس په اړه تازه او دقيق مالومات درته لېږل کيږي. 

دغه ګروپ کې په عربي، انګلېسي، فرانسوي، هندي، ايټالياوي، هسپانيوي او پرتګالي ژبو مالومات درته لېږل کيږي.  تاسې کولی شئ چې په دغه اوو ژبو د کرونا ويروس په اړه د روغتيا نړيوال سارمان تازه مالوماتو ته لاس رسي ولرئ. 

۱- د عربي ژبې لپاره ۰۰۴۱۲۲۵۰۱۷۰۲۳ شمېرې ته (مرحبا) کلمه په مېسېج يا پيغام کې  واستوئ. 

۲- د انګلېسي ژبې لپاره ۰۰۴۱۷۹۸۹۳۱۸۹۲  شمېرې ته (hi) کلمه په مېسېج يا پيغام کې  واستوئ. 

۳- د فرانسوي ژبې لپاره ۰۰۴۱۲۲۵۰۱۷۲۹۸ شمېرې ته (salut) کلمه په مېسېج يا پيغام کې  واستوئ. 

۴- د هندي ژبې لپاره ۰۰۴۱۲۲۵۰۱۷۳۴۱ شمېرې ته (नमस्ते) کلمه په مېسېج يا پيغام کې  واستوئ. 

۵- د ايټالياوي ژبې لپاره ۰۰۴۱۲۲۵۰۱۷۸۴۳ شمېرې ته (ciao) کلمه په مېسېج يا پيغام کې  واستوئ. 
۶- د هسپانوي ژبې لپاره ۰۰۴۱۲۲۵۰۱۷۶۹۰ شمېرې ته (hola) کلمه په مېسېج يا پيغام کې  واستوئ. 

۷- او د پروتګالي ژبې لپاره ۰۰۴۱۲۲۵۰۱۷۷۳۵ شمېرې ته (oi) کلمه په مېسېج يا پيغام کې  واستوئ، نو د روغتيا نړيوال سازمان له خوا به درته تازه او د اعتبار وړ مالومات به په واټس آپ کې ولېږل شي. 

يادونه: په کومه ژبه چې مالومات غواړي نو لومړی پورته ذکر شوي شمېرو څخه يوه شمېره يې موبايل کې ثبت کړی، بيا واټس آپ ته لاړ شئ او هلته ثبت شوې شمېره پيدا او وروسته ورته مېسج وکړئ. 

په لومړي مېسېج سره درته يو لېست راځي، چې لومړۍ شمېره تازه مالومات، دويمه شمېره ځان ساتنې يا وقايي مالومات، درېیمه شمېره پوښتنې او ځوابونه او تر نهو پوري شمېرو کې مختلف مسايل انتخاب او بيا ياده شمېره په مېسېج کې ولېږئ. 

د بېلګئ  په ډول، که چېرې د کرونا ويروس په اړه وروستۍ شمېرې غواړی تر لاسه کړئ، نو مېسېج کې (۱) ولېږئ او سېنډ يې کړئ. که چېرې کومه پوښتنه در سره وي، نو مېسېج کې درې ولېکئ او سېنډ يې کړئ.