کرونا ويروس د هېواد ۳۱ ولايتونو ته ورسېد 

روهي (۱ د غوايي)، د پلازمينې کابل په شمول د هېواد ۳۱ ولايتونو ته کرونا مرګونی ويروس خپور شوی. تر تېرې ورځې جوزجان کې مثبته پېښه نه وه شوې خو اوس ياد ولايت کې هم مثبته پېښه ثبت شوې او د يو ډاکټر ژوند يې اخېستی. 

خوست، نورستان او پنجشير هغه درې ولايتونه دي چې تر اوسه په کې د کوېډ-۱۹  کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوي. 

د عامې روغتيا وزارت د تېرې ورځې د شمېرو پر اساس ټول هېواد کې ۹۹۳ کسان په کرونا اخته، ۳۲ مړه او ۱۳۱ ترې جوړ شوي دي.