ټرمپ: چين کې له امريکا ډېر کسان کرونا وژلي؛ دوی يې پټوي خو زه به يې بربڼد کړم

روهي (يوه نۍ/۳۱ د وري)، د امريکا متحد ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ نن ورځ خبريالانو ته ويلي چې کوېډ-۱۹ د امريکا په پرتله چين کې ډېر خلک وژلي خو دوی پټوي. 

ټرمپ وايي چې هغه لاملونه يې پيدا کړي دي  چې چين ولې  د مړو کسانو شمېر کم  ښيي او ګواښ کړی دی چې که دوی د مړينې شميرې  پتوي خو دی به يې رسوا کړي.  

امريکا کې په کرونا ويروس د اخته کسانو  د نن ورځې شمېرې ۷۳۵۲۸۷ او د مړو شمېر يې ۳۹ زره پورته شوی، په داسې حال کې چې چين کې ۸۳۸۰۵ کسان په کرونا تر اوسه اخته دي او د مړو شمېر يې ۴۶۳۶  تنه دی. 

د امريکا متحدو ايالتو له وړاندې هم چين تورنوي چې د کرونا ويروس د قربانيانو شمېرې کمې ښيي او په دې برخه کې ناسم مالومات رسنيو او نړيوالو ادارو ته ورکوي.