سرچينې: عبدالله عبدالله طرحه  بشپړه او درې شرطونه  يې په کې وړاندې کړي دي 

روهي (يوه نۍ/۳۱ د وري)، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم يو شمېر کسانو رسنيو ته ويلي دي چې دغه ډلې نېږدې له يوې اوونۍ سلا - مشورو وروسته د سياسي کړېکچ څخه د وتلو طرحه بشپړه کړې او په نېږدې وخت کې به يې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي. 

د مصالحې عالي شورا رياست، د حکومت په کابينه کې پنځوس سلنه ونډه او د يو شمېر ولايتونو د واليانو ټاکل، دغه ډلې درې مهم شرطونه وړاندې کړی دی او ویل شوي دي چې که چېرې ولسمشرۍ ماڼۍ دغه طرحه ونه مني، نو عبدالله عبدالله به له نړيوالې ټولنې د بُن کنفرانس په ډول د يو بل کنفرانس د جوړېدو غوښتنه وکړي. 

 د مالوماتو پر بنسټ د مصالحې په عالي شورا کې عبدالله عبدالله د بشپړ واک او صلاحيتونو غوښتنه کړې ده چې ولسمشر به يوازې د دغه شورا څارونکی غړی وي. 

دغه طرحه تر اوسه ولسمشرۍ ماڼۍ ته نه ده سپارل شوې خو اريانا نيوز،  ولسمشرۍ ماڼۍ کې د يو شمېر سرچينو له خولې ليکلي دي چې ولسمشر غني د شريک حکومت جوړېدو سره مخالفت لري.