(انوشکا شرما او  ویرات کوهلي) کرونا سره مبارزې برخه کې ۳۰ مېلېونه روپۍمرسته کوي  



روهي (يوه نۍ/۳۱ د وري)، د هندوستان د کرېکټ ملي لوبډلې کپټان ويرا کوهلي او د دغه هېواد د بالېوډ سېنما مشهورې لوبغاړې انوشکا شرما اعلان کړی، چې کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره ۳۰ مېلېونه هندي روپۍ مرسته وکړي. 

د هندوستان کرېکټ او فلم صنعت دغه دوه نامتو څېرو ويلي دي چې په ګډه به ۳۰ مېلېونه هندي روپۍ د هندوستان مهرشترا ايالت حکومتي چارواکو په اختيار کې ورکړي، ترڅو بې وزله خلکو او روغتونونو سره پرې مرسته وکړي. 

له دې وړاندې د هندوستان بالېوډ سېنما نورو څېرو؛ سلمان خان، اجي ديوېګن، کټرېنا کېف، شاه رخ خان او نورو مرکزي او ایالتي حکومتونو د مرستو صندقونو سره نغدي مرستې کړي او همدا ډول يې د هغه کسانو لاس نېوی کړی چې د قرنطين پر مهال بې کاره شوي دي. 
 

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ