کرونا او بې ځايه اواﺯې

د کرونا ويروس چې پدې وروستيو کې په ټوله نړۍ کې خور او لا هم په چټکۍ سره خورېږي، د ټولو انسانانو ژوند يې له خطر سره مخ کړي، د خلکو ترمنځ وېره او تشويش خپور دى چې يو سبب يې د ټولنيزو رسنيو له لارې د مرض او د رسمي جهتونو په اړه بې ځايه تبليغات، بې بنسټه او ناسم معلومات خپرول دي.

ځيني خلک داسې معلومات خپروي چې هېڅ اساس نه لري او يا د داسې شيانو يادونه کوي چې هېڅ اړتيا ورته نوي، خو په نفس وخت کې د خلکو  ترمنځ د تشويش وېرې او ګډوډۍ خپريدو ته لار پرانېزي.

 اسلام د مسلمانانو وېرول حرام کړي هغه چې د هرې لارې وي بل لور ته دروغ او تور پورې کول هم له سترو ګناهونو څخه دي بلکې د مسلمان صفت دادی چې په هر څه به خوله نه خلاصوي حديث کې راځي: "د يو سړي لپاره دا دروغ پوره دې چې  څه اوري هغه وايي".

مسلمان ته پکار دي چې تبليغاتو او بې ځايه اواﺯو پسې لاړ نشي او نه په خپرولو کې تلوار او مرسته وکړي، هر څه چې نشروي لومړى يې بايد له کره والي ډاډه شي، کله چې معلومات سم وي بيا دې له نشريدو مخکې فکر وکړي چې نشرول ټولنې ته په خير او ګټه تمامېږي او کنه، کچېرته خير وي نو نشر دې کړه او که داسې نوي نو له نشريدو دې ډډه وکړي.  

پداسې حالاتو کې په مسلمان لاﺯم دي چې د رسمي او مٶثوقو جهتونو معلومات او لارښوونې وڅاري او عملي يې کړي، ځکه دا معلومات په ټولو خلکو پورې اړه لري او بايد له هغه ځاى ترلاسه شي چې د ټولنې په وړاندې مسٶول او د ټولو خلکو مصلحت په نظر کې لري چې هغه حکومت او رسمي جهتونه دي.