مشرانو جرګې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ کړکېچ د اندېښنې وړ بللی 

روهي (يوه نۍ/۳۱ د وري)، مشرانو جرګې هېواد کې د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د شته سياسي اختلاف په اړه اندېښنه ښوودلې ده. 

د مشرانو جرګې يو شمېر غړي وايي چې شته سياسي اختلافونه لامل شوي دي، چې هېواد کې جګړه پراخه شي او طالبانو ورڅخه ګته واخلي. سناتوران وايي چې روان سياسي وضعيت د هېواد په زيان دی چې بايد پای پيدا کړي. 

د امريکا متحدو ايالتو، سيمې او يو شمېر  نوروهېوادونو له فشارونو او د افغان سياسيونونو منځګړېتوب سره - سره تر اوسه د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ راپورته شوی سياسي کړکېچ مثیتې پايلې ته نه دي رسېدلي.