کابل کې امريکا سفارت د حامد کرزي او عبدالرب رسول سياف هڅې ستايلي 

روهي (يوه نۍ/۳۱ د وري)، کابل کې د امريکا متحدو ايالتو سفارت چار سمبال  راس وېلسن نن ورځ د ويډيوي کنفرانس له لارې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره خبرې کړې او د افغانستان د سياسي کړکېچ د حل برخه کې يې د نوموړي هڅې ستايلي دي. 

دغه ويډيوي کنفرانس کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر عبدالرب رسول سياف  مننه شوې دي چې د ټاکنيز کړکېچ د حل هڅې کوي  او د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ يې د منځګړېتوب خبرې يې  پيل کړې دي. 

کابل کې د امریکا سفارت کارسمبالي راس وېلسن ټېنګار کړی دی چې افغان مشران اوس مهال يووالي ته اړتيا لري ترڅو په پايله کې يې د سولې خبرې، کرونا ويروس سره مبارزه او امنيت ډاډمن شي.