د دوستم وياند: مونږ (د عبدالله ټيم) د نظام بدلون پر طرحې کار کوو 

روهي (يوه نۍ/۳۱ د وري)، د بشير احمد ته ينج په نوم د عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند وياند او د عبدالله عبدالله ټاکنيزې ډلې غړی وايي چې د سياسي کړکېچ د حل لپاره پر يوې نوې تګلارې کار کوي. 

ته ينج وايي چې د دوی په نوې طرحه کې د ديموکراسۍ شتون، برابري او د عدالت لپاره د نظام بدلون مهم مسايل دي، چې د ټيم غړي پرې خپل منځني مشورې  کوي او وروسته به يې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره شريکه کړې. 

نوموړي د دغه طرحې په اړه ډېر مالومات نه دي ورکړي خو ويلي دي چې هيله لري ترڅو د دغه طرحې په وړاندې کولو سره راپورته شوی ټاکنيزې بحران په سوله ييز ډول پای ته روسيږي. 

عبدالله عبدالله ته نېږدې سرچينو تېره ورځ رسنيو ته ويلي وو، چې د عبدالله عبدالله ټيم ترمنځ خپل منځني د نظر اختلاف رامنځ ته شوی دی او همدا لامل شوی دی چې دغه طرحه له ځنډ سره مخ شي.