د اسلامي نړۍ د علماوو اتحاديه: دا چې روژه نېول وجود او دفاعي سېسټم  کمزوری کوي؛ بې ځايه خبره ده 

روهي (يوه نۍ/۳۱ د وري)، د اسلامي نړۍ د علماوو په نوم يوې اتحاديې نن ورځ په خپلې يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ويلي دي، چې داسې مسايل او خبرې چې روژه د کرونا ويروس پر وړاندې د وجود دفاعي سېسټم کمروزی کوي، له حيقيت لېري دي. 

دغه خبرپاڼه کې په روژه نېولو ټېنګار شوی دی او ويلي دي چې  د اسلام سپيڅلي دين مسافر، ناروغ، ډېر عمره او يو شمېر نور مسلمانانو ته د ورژې نه نېولو لارښوونه کړې او د کرونا ويروس پر اساس بايد د روژې له نه نېولو ډډه وشي. 

د اسلامي نړۍ د علماوو اتحاديې ويلي دي چې هغه کس چې په کرونا ويروس ککړ وي کولی شي چې روژه ونه نېسي خو روغ کس ته د کرونا ويروس له ويرې د روژې نه نېول عذر نه شمېرل کيږي.