
روهي (يوه نۍ/۳۱ د وري)، د پاکستان د جمعيت علماء اسلام ډلې مشر مولانا فضل الرحمن له پاکستانيانو غوښتي دي، چې د روژې په مياشت کې دې د تراويحو لمونځ په خپلو کورونو کې ادا کړي ترڅو د کرونا ويروس له خپرېدو مخنيوی وکړي.
مولانا فضل الرحمن له جيونيوز پاکستانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ويلي دي چې دی به په خپله د روژې مبارکې مياشتې تراويح کور کې ادا کړې او هېڅ جومات ته به لاړ نه شي.
فضل الرحمن ويلي دي چې د خپلې کورنۍ د غړو په شمول به تراويحو لمونځ کور کې کوي او په دې سره به د حکومت او ديني علماوو ترمنځ هغه تړون ته درناوی وکړي، چې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره يې کړی دی.
د پاکستاني ديني عالمانو له خلکو غوښتي دي، چې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره دې جوماتونو ته له تګ او ګڼې - ګوڼې جوړولو ډډه وکړي.