سرچينه: د عبدالله عبدالله ډله کې خپلمنځني اختلاف ولسمشرۍ ماڼۍ ته د دوی د طرحې سپارل ځنډولي دي 

روهي (نۍ/۳۰ د وري)، له تېرې يوې اوونۍ د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله له ولسمشرۍ ماڼۍ سره د سياسي کړکېچ د حل لپاره پر يوې يوې سرحې کار کوي، خو تر اوسه دغه طرحه بشپړه شوې نه ده چې ولسمشر ماڼۍ ته يې وسپاري. 

عبدالله عبدالله ته يوې نېږدې سرچينې ازادۍ راډيو ته د نوم د نه ښوودل په شرط ويلي دي، چې په دغه طرحه کې د صدارتي نظام یا هم اجرائیه ریاست پاتې کېدل له مهمو مسایلو دي.

سرچينې دا هم ويلي دي چې د عبدالله عبدالله ډلې ترمنځ خپلمنځي اختلاف لامل شوی دی چې دغه طرحه وځنډيږي. د يادې سرچينې د مالوماتو پر اساس د (ثبات او هم‌پالنې) ډله کې یو شمېر کسان نه‌غواړي چې عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ ماڼۍ شوي وړاندیزونو ته مثبت ځواب ووایي.

د يادونې ده چې تېره شپه د سولې په چارو کې د دولت وزير سلام رحيمي طلوع نيوز سره په مرکې کې وويل چې ډېر ژر به د مصالحې عالي شورا د عبدالله عبدالله په مشرۍ کار پيل کړي.