آيا پوهېږئ  نړۍ کې ټول څو هېوادونه دي؟ څو هېوادونه په رسميت پېژندل شوي او څو بيا د ملګرو ملتونو غړي دي؟ 

په سياسي او طعبيي وېش سره نړۍ په شپږو لويو وچو وېشل شوې ده، چې اسيا، افريقا، اروپا، امريکا، انترکتيکا او اسټراليا (اقيانوسيه) ده. په نوې جغرافيايي کتابونو کې امريکا لويه وچه بيا په شمالي او سويلي امريکا وېشل کيږي، چې دې سره نړۍ کې د لويو وچو شمېر اوو ته رسيږي. 

د ۲۰۲۰ز کال شمېرنو پر اساس ټوله نړۍ کې ۱۹۵ هېوادونه شتون لري، خو تايوان او د نیوئه ټاپوګان په کې نه شمېرل کيږي. که چېرې  د نیوئه ټاپوګان او تايوان په کې شمېر شي نو بيا نړۍ کې د ټولو هېوادونو شمېر ۱۹۷ ته رسيږي. 

هغه هېوادونه چې  د ملګرو ملتونو غړېتوب لري يوازې ۱۹۳ دي، په دې اساس چې فلسطين او د کاتوليک عيسويانو لپاره سپيڅلی ښار (واتېکان) د ملګرو ملتونو غړي نه دي او ورته څارونکي هېوادونه يا observer states وايي. 

observer states هغه هېوادونو ته ويل کيږي، چې د ملګرو ملتونو ځيني ناستو ته د څارونکو هېوادونو په ډول دعوت کيږي او د ملګرو ملتونو په سازمان کې غړېتوب نه لري. 

د لويو وچو پر بنسټ افريقا کې ۵۴ هېوادونه، اسيا کې ۴۸ هېوادونه، اروپا کې ۴۴ هېوادونه، لاتين يا سويلي امريکا کې ۳۳ هېوادونه، اسټراليا لويه وچه چې اوس مهال ورته تر ډېره اقيانوسيه هېوادونه وايي ۱۴ هېوادونه او شمالي امريکا کې ۲ هېوادونه چې ټول - ټال ۱۹۵ هېوادونه کيږي. 

د لويو وچو پر اساس د نړۍ د هېوادونو نوملړ: 

افريقا (۵۴ هېوادونه)
1 نایجیریا
2 ایتوپیا
3  مصر
4 کانګو
5 تنزانیا
6 سويلي افریقا
7 کینیا
8 یوګانډا
9 الجیریا
10 سوډان
11 مراکش
12 انګولا
13 موزمبیک
14 ګانا
15 مډاګاسکر
16 کامیرون
17 کوټ
18 نایجر
19 بورکینا فاسو
20 مالي
21 مالاوي
22 زامبیا
23 سینیګال
24 چاد
25 سومالیا
26 زیمبابوې
27 ګیانا
28 روانډا
29 بینین
30 برونډي
31 تونس
32 سویلي سوډان
33 توګو
34 سییرا لیون
35 لیبیا
36 کانګو
37 لایبریا
38 د مرکزي افریقا جمهوریت
39 موریتانیا
40 اریټریا
41 نامیبیا
42 ګامبیا
43 بوټسوانا
44 ګابون
45 لیسوتو
46 ګینا بیسواو
47 استوایی ګیانا
 48 ماریشیس
49 ایسواټینی
50 جبوتي
51 کوموروس
52 کابو ورډ
ساو ټوم او پرنسیپ
54 سیچلیز

اسيا (۴۸ هېوادونه)
1 چین
2 هندوستان
3 اندونیزیا
4 پاکستان
5 بنګله دیش
6 جاپان
7  فیلیپین
8 ویتنام
9 ترکیه
10 ایران
11 تایلینډ
12 میانمار
13 سویلي کوریا
14 عراق
15 افغانستان
16 سعودي عربستان
17 ازبکستان
18 مالیزیا
19 یمن
20 نیپال
21 شمالي کوریا
22 سریلانکا
23 قزاقستان
24 سوریه
25 کمبوډیا
26 اردن
27 اذربایجان
 28 متحده عرب امارات
29 تاجکستان
30 اسراییل
31 لاوس
32 لبنان
 33 قرغزستان
34 ترکمنستان
35 سینګاپور
 36 عمان
37 د فلسطین دولت
 38 کویټ
39 جورجیا
40 منګولیا
41 ارمنیا
42 قطر
 43 بحرین
44 تیمور 
45 قبرص
46 بوتان
 47 مالدیپ
48 بروني

اروپا (۴۴ هېوادونه) 
1 روسیه (د روسيې يو ستر برخه اروپا کې م پرته ده)
2 جرمني
3 انګلستان
4 فرانسه 
5 ایټالیا
6 هسپانیه
7 اوکراین
8  پولینډ
9 رومانیا
10 هالنډ
11 بلجیم
12 د چیک جمهوریت (چیکیا)
13 یونان
پرتګال
15 سویډن
16 هنګري
17 بیلاروس
18 اتریش
19 سربیا
20 سویس
21 بلغاریه
22 ډنمارک
23 فنلینډ
24 سلواکیا
25 ناروې
26 آیرلینډ
27 کروشیا
28 مولدووا
29 بوسنیا او هرزیګوینا
30 البانیا
31 لیتوانیا
32 شمالي مقدونیه
 33 سلوانیا
34 لاتویا
35 استونیا
36 مونټینیګرو
37 لوګزامبورګ
 38 مالټا
39 آیسلینډ
40 انډورا
 41 موناکو
42 لیچټینسټین
43 سان مارینو
44 واتېکان 
 
د سويلي (لاتين) امريکا او کارابيين (۳۳) هېوادونه
1 برازیل
2 میکسیکو
3 کولمبیا
4  ارجنټاین
5 پیرو
6 وینزویلا
7 چلي
8 ګواتیمالا
9 اکوادور
10 بولیویا
11 هایټي
12 کیوبا
13 د دومینیکن جمهوریت
14 هونډوراس
15 پاراګوی
16 نیکاراګوا
17 ایل سلواډور
18 کوسټا ریکا
19 پاناما
20 یوروګوای
21 جمیکا
22 ټرینیډاډ او ټوبیګو
23 ګیانا
24 سورینام
25 بیلیز
26 بهاماس
27 بارباډوز
28 سینټ لوسیا
29 ګریناډا
30 سینټ وینسینټ او ګریناډینز
31 انټيګا او باربودا
32 ډومینیکا
33 سینټ کیټس او نیوس
 
د اقيانوسيه يا اسټراليايي (۱۴) هېوادونه 
1 آسټرالیا
2 پاپوا نیو ګینا
3 نیوزیلینډ
4 فیجي
5 سلیمان ټاپوګان
6 وانواتو
7 سموا
8 کریباټي
9 مایکرونیزیا
10 ټونګا
11 مارشل ټاپو
12 پلوو
13 توالو
14 نورو
 
 شمالي امريکا (۲) هېوادونه 
1 د امريکا متحد ايالت
2 کاناډا