افغان حکومت د طالبانو له خوا د خوشي شوي ۶۰  بنديانو په اړه مالومات وړاندې کړل 

روهي (نۍ/۳۰ د وري)، د هېواد ملي امنيت شورا وياند جاويد فيصل نن ورځ کابل کې په يوې رسنيزې ناسته کې کندهار او لغمان ولايتونو کې د طالبانو خوا د خوشي شوي ۶۰ کسانو په اړه مالومات شريک کړل. 

جاويد فيصل ويلي دي چې کندهار کې د ازاد شوي شلو کسانو په منځ کې لس يې پوځيان دي او لس وسلي وګړي، چې ولسي وګړو کې هم څلور کسان کم عمره يا زير سن دی. 

لغمان ۴۰ خوشي شوي کسانو کې ۱۲ سيمه ييز پوليس دي چې طالبانو ته تسليم شوي وو. دغه کسان به کابل ته راوړل شوي او قانون به پرې پلی شي. لغمان کې د خوشي ۴۰ کسانو منځ کې درې کسان د کرنې وزارت اړوند، شپږ هغه پوځيان چې دندې يې خوشې کړې وې او يوازې نهه کسان په کې پوځيان دي. 

جاويد فيصل دا هم ويلي دي چې لغمان خوشي ډېری هغه کسان دي چې په تېرو دوه مياشتو، يا کم وخت کې او يا هم د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې تړون وروسته نېول شوي وو.