هغه لس هېوادونه چې  د کروناویروس له امله په کې ډېر کسان مړه شوي

روهي(نۍ/۳۰ د وري)، کرونا په امریکا کې ۳۳۲۸۶ کسان مړه کړي‌ او څه باندې ۶۷۰زره نور پرې اخته دي. تر ټولو ډېر کسان په نیویارک کې مړه شوي چې شمېر یې ۱۱۴۷۷ ته رسیږي. له امریکا وروسته ایټالیا دویم هېواد دی چې د کرونا له کبله په کې تر دې دمه ۲۲۱۷۰ تنه مړه شوي او نژدې ۱۶۹زره نور پرې اخته دي. امریکا په نړۍ او ایټالیا په اروپا کې دا مهال دکرونا ویروس مرکزونه بلل کیږي.
 
په هسپانیا کې بیا د کرونا له کبله ۱۹۱۳۵ تنه مړه شوي او شاوخوا ۱۸۵زره نور پرې ککړ دي.فرانسه په نړۍ کې څلورم هېواد دی چې کرونا په کې ډېر ۱۷۹۴۱ کسان مړه کړي او ۱۴۷زره نور پرې اخته دي.په برتانیا کې هم د کرونا تلفات ورځ په ورځ زیاتیږي. دغلته یې تر دې دمه ۱۳۷۵۹ کسان مړه کړي او څه باندې ۱۰۴زره نور پرې اخته دي. د برتانیا صدراعظم بوریس جانسن هم په دغه ویروس اخته دی او اوس کور کې دی.
 
بلجیم کې بیا ۵۱۶۳ کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۶زره نور پرې اخته دي.ایران د نړۍ اوم هېواد دی چې کرونا په کې تر دې دمه ۴۸۶۹ کسان مړه کړي او نژدې ۸۸زره نور پرې اخته دي. ایران د کرونا له کبله تر دې دمه په سیمه کې تر ټولو ډېر تلفات لري.
 
چین چې دغه ویروس په کې په لومړي ځل خپور شو وايي چې د کرونا له کبله په کې ۴۶۳۶ کسان مړه شوي ‌او تر ۸۳زره نور پرې اخته دي. خو راپورونه وايي‌ چې ښايي په چین کې تر هغه زیات کسان مړه شوي‌ وو چې حکومت یې اعلانوي.په جرمني کې بیا شاوخوا ۴۱۰۰ تنه مړي‌ شوي ‌او څه باندې ۱۳۸زره نور پرې اخته دي. او هالنډ تر دې دمه په نړۍ کې لسم هېواد کې چې کرونا په کې تر نورو ډېر۳۳۲۷ کسان مړه کړي دي‌. دغلته څه باندې ۲۹زره نور کسان په دغه ویروس اخته دي.