په ټول هېواد کې د دې وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۹۳۳ ته ورسېد

روهي(نۍ/۳۰ د وري)، د روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس څخه ۱۳ کسان رغیدلي دي چې د رغېدلو کسانو فیصدي ۱۲ سلنه ده او د مړو شویو شمېره ۳۰ ده چې ۳،۲ سلنه کېږي.فیروزالدین فیروز په کابل درالامان ماڼۍ د کورونا وېروس د تجرید په مرکز بدله کړه، چې په وینا یې دا ماڼۍ ۲۰۰ بستریز مرکز دی او د هغو ناروغانو لپاره به کارول کېږي چې د کورونا وېروس کمې او یا منځنۍ نښې لري.
 
عامې روغتیا وزارت پلان لري چې په ټول هېواد کې به سل زره بسترې د دې مرکز په څېر نورې هم جوړې کړي، چې دده په ټکو که دا ناورین له کنټروله وځي، نو باید ورته چمتوالی نیولی شوی وي. د افغانستان د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز  په کابل کې خبریالانو ته وویل،۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس ۲۷ تازه پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې د دې وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۹۳۳ ته ورسېد.
 
 
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د چارشنبې په ورځ ویلي و، له کورونا سره د مبارزې لپاره له پنجشنبې په ټول افغانستان کې د تجرید یا ګوښه توب مرکزونه جوړوي. تازه پېښو کې ۱۲ په کابل کې، په پکتیا کې ۷، لوګر کې ۴، هرات کې ۲ او همدارنګه په بامیان او دایکندي کې یوه یوه ثبت شوې دي.